سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې د ۱۱۵ ميليون افغانيو پر لگښت بېلابېلې كرنيزې پروژي پيليږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هلمند د کرنې رييس انجنيرعبدالله احمدزي د دوشنبې په ورځ(د وږي۱۱) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په راتلونکيو درې مياشتو کې به د دې ولايت په ۱۱ ولسواليوکې د ۱۱۵ اعشاريه شپږميليون افغانيو په ارزښت بېلابېلې کرنيزې پروژې په کارواچوي.

ښاغلى احمدزى زياتوي، چې په دې پروژو کې ناراضه وروڼو او نورو وزگاره ځوانانو ته د کارموندلو پروژې هم په نظر كې نيول شوي، چې په دې اړه يې وړاندې هم ۵۰۰ بڼونه جوړکړي دي.

نوموړي په وينا، ۳۸۰ كروندگرو ته د زعفرانو بوټي، ۷۴۰۰ كروندگرو ته دغنمو اصلاح شوي تخمونه، كيمياوي سرې او ۶۰۰ بېوزلو او كونډو ميرمنو ته به د مالدارۍ په برخه كې امكانات په واك كې وركړشي.

د کرنې رييس احمد زي څرگنده كړې، چې په دې پروژو کې د مالداری په برخه کې د ۳۸۰ تنو کوچيانو روزنه او د دوه بابه حيواني کلنيکونو جوړول هم شامل دي او د دې ترڅنگ د کرنې په برخه کې پېنځه کلن پلان هم جوړشوی، چې په پلي کيدو به يې په دې ولايت کې کرنه یو ځل بيا په پښو ودريږي.

د يادونې وړده، چې د هلمند ۹۰ سلنه اوسيدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، چې د کتونکيو په وينا په دې برخه کې لازياتو هڅو ته اړتيا ليدل کيږي.

Trending

Exit mobile version