1393ټاكنې

په هلمند كې د ۱۴ محلونو رايې بيا شمېرل كيږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په دې ولايت كې د ټاكنو خپلواك كميسيون ځايي چارواكي وايي، دا لړۍ يې د مركزپه لارښوونه بيا پيل كړې، چې د شك لاندې رايو په اړه اندېښنې له منځه ولاړې شي.

په هلمند كې د ټاكنو خپلواك كمسيون ځايي مشر قدرت الله نقشبندي وايي:

دا هغه محلونه دي، چې د يو شمېر نوماندانو د څارونكيو لخوا ورباندې شك و او يا يې هم په اړه خپلواك كمسيون او د شكايتونو كميسيون اندېښنې درلودې.

د نوموړي په وينا، تردې مهاله په دې لړۍ كې د پام وړبدلون نه دى رامنځته شوى او پايلې په هماغه ډول روانې دي، چې وړاندې په مركزونوكې شمېرل شوې دي.

هغه وايي، چې د معلوماتو له مخې په دې ولايت كې ټاكنې د نورو ولايتونو په پرتله له هره پلوه ډاډمنې تر سره شوي او فكرنه كيږي، چې په كې به د درغليو څرك وليدل شي. يوازې يو لړ تخنيكي نيمگړتياوې ليدل كيږي، چې په بيا شمېرلو به هغه هم له منځه ولاړې شي.

دا په داسې حال كې ده، چې دا لړۍ د ټاكنو خپلواك كمسيون په لارښوونه د هېواد په يو شمېر نورو لايتونو كې هم پيل شوې، چې دا مهال روانې دي.

Trending

Exit mobile version