سیمه ییز خبرونه
په هلمند كې د ۸۵ پرمختيايي پروژو تړونونه لاسليك شول
د هلمند ولايت د اووه ولسواليو په بېلابېلو سكتوري برخو كې به د سږكال تر پايه ۸۵ پرمختيايي پروژې پلې شي.
ځايي چارواكي وايي، چې:
د دې پروژې مالي لگښت شپږنيم ميليون امريكايي دالر كيږي، چې د انگلستان لخوا وركول كيږي.
د هلمند والي الحاج محمد نعيم وايي، چې:
د شپږنيم ميليونه امريكايي دالرو پر لگښت يادې شوې پروژې، چې ۲۱ يې د پوهنې، ۱۸ د روغتيا، ۱۱ د كرنې، ۱۹ د كليوپراختيا او ۱۶ پروژې د اوبو د تنظيم په اړه دي د راتلونكيو نهه مياشتو په بهير كې پلې كيږي.
د نوموړي په وينا، يادې پروژې به د دې ولايت په موسى كلا، سنگين، گرشك، نادعلي، ناوې، مارجې او گرمسير ولسواليو كې پلې شي.
نوموړي څرگنده كړه، چې:
دغه پروگرام، چې پخوا د ډي ډي پي په نوم ياديده؛ په ۱۳۸۹ل كال كې يې دوه ولسوالۍ، په ۱۳۹۰ل كال كې يې پېنځه ولسوالۍ، په ۱۳۹۱ل كال كې يې ۷ ولسوالۍ او په ۹۲ ۱۳ل كې يې ټول هلمند تر خپل پوښښ لاندې راوستى دى.
د هلمند والي په وينا، د دې ترڅنگ په روان لمريزكال كې د اته نيم ميليون امريكايي دالرو پر لگښت نورې پروژې هم لري، چې ۷۵ سلنه به يې د غوره حكومت كولو او پاتې به په پرمختيايي برخوكې پلې شي.
د هلمند ولايت د استناف څارنوال عبدالصمد صديقي وايي، چې:
د دې پروژو څارنه بايد د يوې پياوړې ډلې لخوا ترسره شي، چې يادې پروژې په لوړكيفيت پلې او كه څوك په دې اړه په فساد كې ونيول شي؛ نو كلك قانوني چلند به ورسره وشي.
د نوموړي په وينا، وړاندې يو شمېرپروژې په ټيټ كيفيت ترسره شوي، چې له لږ وخت وروسته بېرته له منځه تلي او ډېرې پيسې شخصي جيبونو ته لويدلې دي.