تازه خبرونه
په هلمند كې طالبان خپل وروستی زور کاروي، خو درنده مرګ و ژوبله ګالي
په هلمند كې د امنيتي ځواكونو اوپراتيفي مسوول وايي، وسلوال خپل وروستی زوركاروي؛ خو درنده مرګ و ژوبله ګالي.
د هلمند اوپراتيفي مسوول عبداجبار قهرمان، چې نن په لښكرګاه كې له خبريالانو سره په خبروکې وويل: وسلوالو طالبانو د امنيتي كمربند په ټولو برخو كې خپل زور وكاراوه؛ خو خپلې موخې ته ونه رسيدل.
په هلمند کې وسلوالو طالبانو د تېرې يوې اوونۍ راپه ديخوا د لښکرګاه ښار پرامنيتي کمربندونو له بېلابېلو خواوو بريدونه کړي دي.
قهرمان وايي، د وسلوالو طالبانو په ليکو كې استخباراتي شبکې فعاله شوي، چې د هر بريد او د هغوی د فعاليت په اړه معلومات شريکوي او له همدې کبله د وسلوالو مخالفينو د مرګ و ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
هغه يوځل بيا د هلمند اوسيدونکیو ته ډاډ ورکوي، چې وسلوال طالبان به خپلو موخو ته ونه رسيږي او په هره سيمه کې له مرګوني ګذارونو سره مخ شوي دي.
که څه هم هغه د وروستۍ مرګ و ژوبلې کره شمېر ونه ښوده؛خو يوه امنيتي سرچينه وايي؛ د يكشنبې په شپنیو بريدونو کې، چې د سره ګودراو بشران په سيمه کې ترسره شوي د ۳۵ په شاوخواکې وسلوال طالبان او دری امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
وسلوال طالبان بيا دولتي لوري ته د درندې مرګ و ژوبلې د اړولو ادعا کوي.
خبریال: نعمت الله زهير