سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې كروند گر د ميوې ساتنې سړې خونې غواړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په هلمند كې د هندواڼو او خټكيو يو شمېركروندگر وايي، چې نه يوازې يې د تېرو كلونو په پرتله په زياته ځمكه كې خټكي او هندوانې كرلي، بلكې د دې ترڅنگ يې محصولات هم د تېرو كلونو په پرتله د كيفيت له پلوه ښه او ډېروالى هم په كې راغلى دى.

د دوى په وينا، دا مهال د دې محصولاتو د پلور او ساتنې لپاره مناسب بازار او سړو خونو ته ډېره اړتيا ده، چې دولت په دې برخه كې تردې مهاله وړگام نه دى پورته كړى.

دوى زياتوي، چې دولت په تېرو دولس كلونو كې په دې اړه د كاغذونو پر مخ يوازې ژمنې كړي؛ خو عملي بڼه يې نه ده وركړې.

د دې ولايت د كرنې سرپرست رييس غلام سخي د خټكيو او هندواڼو د محصولاتو د زياتوالي او ښه والي لامل كروندگرو ته د اصلاح شويو تخمونو وركړه او د كروندگرو روزنه بولي او زياتوي، چې سږكال په دې ولايت كې پر شاوخوا  ۱۲ زره هكتار كرنيزه ځمكه خټكي اوهندواڼې كرل شوي دي.

نوموړى د كروندگرو ستونزې پر ځاى بولي او وايي، چې دا ستونزې څوڅو ځله له لوړ پوړيو چارواكو او كرنې وزارت سره شريكې شوي؛ خو تردې مهاله كومه مثبته پايله  تر لاسه  شوې نه ده.

Trending

Exit mobile version