سیمه ییز خبرونه
په هلمند كې له درې مزدورانو سرونه غوڅ شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د دې ولايت د امنيه كوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې:
د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالى كې دوه ورځې وړاندې له يوه شخصي ريگريشن څخه درې تنه مزدوران د وسلوالو طالبانو لخوا تښتول شوي ول، چې مړي يې د دوشنبې په سهار(د ليندۍ ۱۱) د دې ولسوالى د اوسيدونكيو لخوا موندل شوي او پوليسو ته وسپارل شول.
د سرچينې د څرگندونو له مخې يادو كسانو څخه له وهلو وروسته پر چاړه سرونه غوڅ شوي.
سرچينې په ډاگه كړې:
ياد مزدوران د همدې ولسوالى اوسيدونكي دي او په دې اړه پلټنې روانې دي، خو په تور يې تر دې دمه څوك نيول شوي نه دي.
د هلمند والي وياند احمد ځيرك هم د دې پېښې پخلى كوي.
د دې وژنې پړه تردې مهاله كومې ډلې په غاړه نه ده اخيستې.
په تېرو څو كلونو كې دا لومړۍ پېښه ده، چې د دې ولايت په نوزاد ولسوالۍ كې رامنځته كيږي.