تازه خبرونه
په هلمند كې ناڅرگندو وسلوالو خبريال نوراحمد نوري وژلى
دغه خبريال، چې د يوې نړيوالې رسنى ترڅنگ يې په لښكرگاه كې له يوې سيمه ييزې راډيو سره دنده ترسره كوله، د پنجشنبې په ورځ(د سلواغې۳) له غرمې وړاندې په لښكرگاه ښاركې لادركه شو، چې مړى يې د جمعې په شپه د لس بجو په شاوخوا كې د ملي امنيت د منسوبينواو پوليسو لخوا وموندل شو.
د وژل شوي خبريال نوراحمد نوري پلار سيد نصرالدين وايي، چې له هيڅ چا سره شخصي دښمني نه لرو او زوى مې په رسنيو كې دنده ترسره كوله،چې له همدې لارې يې د خلكو خدمت كاوه؛ خو اوس نه پوهيږي، چې د چا لخوا او ولې وژل شوى دى.
ښاغلى نصرالدين وايي: زه د هلمند له والي غوښتنه كوم، چې د نور احمد نوري قاتلان پيدا او ونيسي. هغه ولاړ؛ د نورو قتلونو مخه بايد ونيول شي، چې نورځوانان او ژورنالستان ترورنه شي.
په هلمند كې د خبريالانو خپلواكې ټولنې مشر زين الله ستانكزى وايي، چې نوراحمد نوري له تېرو پېنځه كلونو راپديخوا د نيويارك تايمز ترڅنگ په لښكرگاه كې له بست سيمه ييزې راديوسره هم دنده ترسره كوله، چې مړى يې د جمعې په شپه د پوليسو او ملي امنيت د منسوبينو لخوا د لښكرگاه ښارموټرپلورنځيوته څيرمه، په يوه گونۍ كې اچول شوى و، موندلى دى.
ښاغلي ستانكزي په ډاگه كړه، مونږ له مقاماتو غوښتنه كړې، چې د نورو قضيو په څير دا موضوع هم شاته ونه غورزول شي.
ده ټينگار وكړ، بايد دا موضوع وڅېړل شي؛ انگيزه او لامل يې معلوم شي. پېښه، چې په هر ډول رامنځته شوې؛ اړوند ارگانونه يې بايد پلټنه وكړي؛ د وژل كيدو لامل يې معالوم كړي، چې په راتلونكي كې خبريالان په ډاډه توگه خپلې دندې تر سره كړي.
بل لورته د هلمند والي الحاج محمد نعيم وايي، چې په دې اړه يې كلكې پلټنې پيل كړې او ژمنه كوي، چې په دې برخه كې له ټولو شته امكاناتو كارواخلي او د دې پېښې عاملين د قانون منگولو ته سپاري.
په هلمند كې له عبدالصمد روحاني وروسته دا دوه يم خبريال دى، چې په مرموز توگه د نامعلومو كسانو لخوا وژل كيږي.