تازه خبرونه
په هلمند كې نهرسراج، لښكرگاه او گرشك له امنيتي گواښ سره مخ شوي
< ![endif]–>
د هلمند امنيه قوماندانۍ د لومړي كنډك قوماندان سمونوال عبدالستارنورزى وايي، چې كه څه هم هر وخت د نهرسراج په بېلابېلو سيمو كې لنډ مهالي عمليات ترسره كوو، چې ورسره جوخت ښې لاسته راوړنې هم لرو؛ خو لويه ستونزه داده، چې د پوليسو تشكيل لږ دى او نشي كيداى، چې په چاڼ شويو سيمو كې اوږد مهالې پوستې ځاى په ځاى كړو.
هغه زياتوي، چې همدې ستونزې وسله والوطالبانو ته زمينه برابره كړې، چې په نوموړې سيمه كې ځاى په ځاى كيږي، چې نه يوازې لښكرگاه ښار، بلكې گرشك ولسوالي او د هلمند كندهار لويې لار ته هم امنيتي گواښونه رامنځ ته كوي.
نوموړي له لوړپوړيو چارواكو غوښتنه وكړه، چې د دوى د پوليسو تشكل دې پراخه شي، چې ورسره د نهرسراج، گرشك او لښكرگاه امنيت خوندي كړو.
د نورزي په وينا، د دوشنبې په ورځ يې هم د نهرسراج په درې كليو كې ټوله ورځ چاڼيزعمليات ترسره شوي، چې په لړ كې يې څه كم نيم ټن چرس وسوځول شول، د وسله والو طالبانو څلور مركزونه له منځه يووړل شول او د دې ترڅنگ يې ځينې چاوديدونكي توكي او مهمات هم نيولي او پلان لري، چې په نږدې راتلونكي كې په خشكابې او ځينو نورو كليو كې هم ورته عمليات ترسره كړي.
د يادونې وړ ده، چې له نوموړې سيمې څخه د هلمند كندهار لويه لار تېريږي، چې هروخت د وسله والو نښتو او ځمكني ماينونو د چاودنو شاهده وي.