سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې وروستيو اورښتونو زيانونه اړولي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په هلمند ولايت كې د كډوالوچارو چارواكي وايي، چې اورښتونو د لښكرگاه په مختار پنډغالي او په يو شمېر ولسواليو كې خلكو ته زيانونه اړولي دي.

دوى دا هم وايي، چې تردې مهاله د زيانمنوكورنيو كره شمېر په لاس كې نه شته؛ خو كه بيړنۍ مرستې ونه رسيږي ښايي يو ناورين رامنځته شي.

د هلمند د كډوالوچارورييس غلام فاروق نورزى وايي، چې له تېرو درې ورځو راپديخوا په دې ولايت كې واوره اوريدلې.

هغه زياتوي، چې تردې مهاله د اورښتونو له كبله د سر د زيانونو په اړه معلومات نه دي وركړشوي او دوى د زيانمنو كورنيود كره شميرود څرگندوالي په موخه د يوه گډ كمسيون له لارې سروې پيل كړې، چې پايلې به يې په نږدې راتلونكي كې په ډاگه شي.

د نوموړي په وينا، اوس په مختار پنډغالي كې ځينو كورنيو ته درمل او بېړنۍ البسه رسول شوې؛  خو د  دې ترڅنگ خيريه ادارې بايد نورې بېړنۍ مرستې هم چمتو او زيانمنو كورنيو ته ورسوي.

بل لورته د ځينوزيانمنوكورنيوغړي وايي، چې په سختوحالاتو كې د اورښتونو شپې ورځې تېروي او بېړنيومرستوته ډېره اړتيا لري.

دا په داسې حال كې ده، چې د كډوالو چارومسوولين د بيړنيو مرستو په تمه دي كه پخپل وخت ور ونه رسيږي ښايي په دې ولايت كې يو ناورين رامنځ ته شي.

Trending

Exit mobile version