تازه خبرونه

په هلمند كې وروستيو توپانونو سلگونه جريبه كروندې له منځه وړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هلمند كې يو شمېر بزگران وايي، چې په دغه ولايت كې وروستيو طوفانونو د سلگونه جريبو ځمكې كروندې له منځه وړي دي.
دا توپان د هلمند له جنوبي سيمو څخه راپورته شوى، چې په لنډه موده كې يې د هلمند ډېرې سيمې تر پوښښ لاندې ونيولې.
د گرشك ولسوالۍ يو شمير اوسيدونكي وايي چې دا مهال يې په خپلوځمكوكې سابه اونورنباتات كرلي ووخو وروستي طوفان اودوړو ټول څه كم څلور زره جريبه شنه فصلونه په مخه او له خاورو سره خاورې كړل.
د دوى په وينا، نوركار و بار نشته، همدې فصلونو ته تمه وه، چې هغه هم د طبيعي پېښو خوراك شول او دا مهال يوازې مرستو ته ډېره اړتيا ده.
په هلمند كې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس ميرقلم زاهدي وايي، چې له توپان ځپلو سره د خوراك نړيوال سازمان د همكارۍ ژمنه كړې ده.
بل پلو د هلمند د كرنې رياست سرپرست شكرالله شاكري وايي، چې په دې دوړو او توپان كې شاوخوا ۳۵۰۰ جريبه كرل شوي فصلونه له منځه تللي، چې په اړه يې اړوند وزارتونو ته بشپړمعلومات وركړ شوي دي.
په هېواد كې د موسم په بدليدو د طبيعي پېښوله كبله نه يوازې په هلمند، بلكې په يو شمېر نورو ولايتونو كې هم خلكو ته درانده مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

Trending

Exit mobile version