تازه خبرونه
په هلمند كې وسلوالو۷ سیمه ییز پوليس وژلي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
وسلوالو تېره شپه د هلمند د نادعلي په شاول او د نهرسراج په سره شاخ سيمو كې د سیمه ییزو پوليسو پر پوستو بريد كړى دى.
يوه امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې ياد شي وايي، په نهرسراج كې اووه پوليس وژل شوي او د سیمه ییزو پوليسو قومندان صفر محمد وسلوالو له ځان سره بيولى او وروسته يې په يوه اديره كې غرغره كړى دی.
د هلمند والي وياند عمرځواك په دې سيمو كې نښتې تائيدوي؛ خو وايي، په نهرسراج ولسوالۍ كې اووه سیمه ییز پوليس ټپيان شوي او د سیمه ییزو پوليسو قومندان صفر محمد تريتم دى.
وسلوالو طالبانو ادعا كړې، چې په دې دواړو سيمو كې شپيته سیمه ییزو پوليسو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.
صفر محمد دوه كاله مخكې په نهرسراج ولسوالې كې د وسلوالو پرضد پاڅون وكړ اوتراوسه يې د سیمه ییزو پوليسو په ليكو كې له طالبانو سره جګړه كوله .