سیمه ییز خبرونه
په هلمند كې يو پوليس وژل شوى او پېنځه وسلوال مخالفين ژوندي نيول شوي
ځايي چارواكي وايي، چې د دې ولايت په گرمسير ولسوالۍ كې د كوكنارو د اړولو د كمپاين پرمهال رامنځ ته شوې ده.
دوى همدا راز د داياك پروسې ته له لسگونه ميله سپكو او درندو وسلو د سپارلو خبرهم وركوي.
د گرمسيرولسوال ايوب عمروايي، چې د شنبې په ورځ(د كب ۲۶) ناوخته د دې ولسوالۍ د درويشان په سيمه كې هغه مهال د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې وسلوالو طالبانو د كوكنارو د اړولو پر كمپاين بريد وكړ.
د نوموړي په وينا، د دې بريد په پايله كې يوتن پوليس وژل شوى او د پوليسو لخوا د پلټنو پرمهال پېنځه تنه وسلوال طالبان له خپلو وسلو سره ژوندي نيول شوي دي.
بل لور ته د امنيه قوماندانى د گډې قرارگاه مرستيال سمونوال محمد اسمعيل هوتك وايي، چې:
د يكشنبې په ورځ(د كب ۲۷) ۵۵ ميله سپكې وسلې د داياك پروسې ته وسپارل شوې.
د نوموړي په وينا، يادې شوې وسلې د تېرې څه مودې په اوږدو كې د پوليسو لخوا د عملياتو او نښتو پرمهال نيول شوې دي.
د يادونې وړده، چې په دې ولايت كې د داياك د پروسې مسوولين وايي، چې د روان كال په اوږدو كې د امنيه قوماندانى لخوا تردې مهاله ۲۱۷ ميله سپكې او درندې وسلې ور سپارل شوې دي.