سیمه ییز خبرونه
په هلمند كې پوليسو څلور تنه د نيشه يي توكو د قاچاق په تورنيولي
ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې:
د نشه يي توكو له څلور قاچاق وړونكيو سره مو لسگونه كيلوگرامه وچ تارياك او هيرويين نيولي ، غوښتل يې فراه ولايت ته يې وليږدوي.
دوى دا هم وايي، چې:
په هلمند كې د كوكنارو له كر وړاندې گړندۍ مبارزه پيل شوې او په دې برخه كې مو هڅې ډېرې شوې دي.
د هلمند امنيه كوماندان سمونوال عبدالنبي الهام د يكشنبې په ورځ(د لړم۲۸) خبريالانو ته وويل، چې:
۷۹ كيلوگرامه وچ تارياك او۴۲ كيلوگرامه هيرويين د شنبې په ورځ(د لړم ۲۷) له نيشه يي توكو سره د مبارزې پوليسو د موسى كلا ولسوالۍ د لنډې ناوې په سيمه كې د پټو معلوماتو پر بنسټ له څلور تورنو كسانو او دوه اعرادو موټرو سره نيولي دي.
د نوموړي په وينا:
يادو كسانوغوښتل ياد شوي نيشه يي توكي د فراه ولايت بكوا ولسوالۍ ته او له هغې سيمې يې گډې پولې ته وليږدوي، چې لاس په لاس نيول شوي دي.
الهام زياتوي، چې:
دا مهال په دې ولايت كې د كوكنارو د كركيلې وخت رارسيدلى؛ خو گڼ شمېركروند گر، چې گمان كيده ځمكې يې د كوكنارو كركيلې ته چمتوكړي نيول شوي او د ټولنيزو شوراگانو او مخورو په سپارښتنه بېرته خوشي شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امنيتي مسوولينوپه وينا د تېرو درې اوونيو راپديخوا څه باندې يو ټن دغه توكي په بېلابېلوسيموكې نيول شوي دي.