سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې پېنځه لوړپوړي طالب قوماندانان نيول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند والي وايي، پېنځه لوړپوړي طالب قوماندانان د ملي امنيت د منسوبينوله لوري د لښكرگاه اړوند سيمواويوتن د سنگين په شكرشيله سيمه كې نيول شوي، چې ورسره يوځاى دوه د ځانمرگوواسكټونه اواته ميله وسلې هم تر لاسه شوي دي.

نعمت الله زهيرپه دې اړهرپوت راکوي؛ د چارواکو په وینا، نيول شويوكسانود وسلوالوطالبانوپه ليكوكې په لوړه كچه مسووليتونه درلودل اوپه اړوند برخوكې يې فعاله رول درلود.

د هلمند والي محمد نعيم وايي:

په نيول شويوكسانوكې د وسلوالوطالبانواكمالاتي مرستيال،د ځانمرگوعمومي مسوول،د ماينونوايښودلوعمومي مسوول اود باغران ولسوالۍ لپاره تش په نوم ولسوال شامل دي.

هغه وايي، دا مهال د هلمند په بېلابېلوسيموكې وسلوالمخالفين له ماتې سره مخ شوي؛ خود امنيتي ځواكونوپه وړاندې لويه ننگونه د هغو پرمختللیووسايلونشتوالى دى، چې په آسانۍپرې د وسلوالولخوا كرل شوي ماينونه له منځه وړل کیږي.

د وسله والوطالبانود اكمالاتواوټپيانونيول شوي چارواکي غزالي اوملاجانان وايي، د وسلود ليږد پرمهال نيول شوي یو اوكه اوسمهال ورته بخښنه وشي پخپلوسيموكې به عادي ژوند پيل كړي.

دا په داسې حال كې ده، چې دا مهال د هلمند شمالي اوځينې مركزي سيمې د پراخونښتواوجگړوشاهدې دي او هره ورځ ترې كابود لسگونه كسانود مرگ و ژوبلي راپورونه خپريږي>

دا مهال په سنگين او موسى كلا ولسوالیو كې دولتي ځواكونه له وسله والو طالبانو سره په جگړه كې ښكيل دي.

Trending

Exit mobile version