تازه خبرونه

په هلمند كې پېنځه ملكي وگړي وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند ولايت امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر سمونوال عبدالاحد چوپان وايي، چې:

د پنجشبې په ورځ( كب لومړۍ) وسلوالو طالبانو د نوزاد ولسوالۍ په جازي سيمه كې د عامه نظم د پوليسو پر امنيتي پوسته د چريكي هاوان بريد كړى، چې يوې مرمۍ يې پر يو كور لگيدلې ده.

هغه زياتوي، د همدې مرمۍ له كبله په يو كوركې دوه ښځې او دوه نرينه وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په همدې ورځ په نادعلي ولسوالۍ كې هم يو ملكي وگړى د ځمكني ماين په چاودنه كې وژل شوى دى.

په دې ولايت كې د پوليسو د شپږم سرحدي زون اداري مرستيال سمونوال محمد معروف بابكرخيل وايي، چې په ياده شوې ورځ په خانشين ولسوالۍ په عملياتو كې يو تن وسله وال طالب وژل شوى او نهه تنه نور يې ژوندي نيول شوي دي.

د دې پېښو په اړه تردې مهاله وسله والو طالبانوڅه نه دي ويلي.

Trending

Exit mobile version