تازه خبرونه

په هلمند كې ځانمرګي بريد كې دوه تنه ووژل او پنځلس نور يې ټپيان كړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند مركز لښکرگاه ته څيرمه د كندهار– هلمند په لويه لار د پوليسو پر هغه كاروان ځانمرگي موتر بم بريد ترسره شو، چې سنگين ولسوالۍ ته روان و.
په دې برید کې دوه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

زمونږ خبریال نعمت الله زهير په دې اړه گزارش ورکوي، چې :
د هلمند والي وياند عمرځواك په ډاگه کړې، چې دا بريد د كرولا موټر په وسيله د گرمسيرولسوالۍ د هغو پوليسو پر كاروان شوى، چې سنگين ولسوالۍ ته د عملياتو په موخه روان و.
د سنگين ولسوالې د پوليسو افسر دوه یم څارن محمد اسماعيل وايي:
بريد د هلمند – كندهارد لويې لارې په سر شوى، چې يو پوليس او يو ملكي وگړى په کي وژل شوي او پينځلس تنه نور، چې ډېر يې پوليس دي ټپيان شوي.
په همدې حال كې د پیښې په سيمه كې د گرمسير ولسوالۍ د لومړۍ حوزې آمر وايي، چې له گرمسير ولسوالۍ څخه سنگين ولسوالۍ ته روان ول، چې له دې پيښې سره مخ شول .
هغه وايي، چې په دې پیښه كې د دوى يوملگرى وژل شوى او څلور نورټپيان دي.په همدې حال كې د پيښې عيني شاهدان وايي، چې چاودنه ډېره زوروره وه، چې د شاوخوا هټيو ښيښې يې ماتې كړي او يو شمیرملكي وگړي، چې په همدې پيښه كې ټپيان شوي پخپلوسترگو يې ليدلي دي.
د يادونې وړده، چې دا مهال په سنگين ولسوالۍ كې د دولتي ځواكونوعمليات روان دي، چې د چارواكو په وينا دا كاروان هم نوموړې ولسوالۍ ته روان و، چې د لارې په اوږدو كې ورباندې د موټر بم بريد ترسره شو.

Trending

Exit mobile version