سیمه ییز خبرونه
په هلمند كې ځانمرگي ۱۹ ولسي وگړيو ته مرگ و ژوبله اړولې
د هلمند ولايت لښكرگاه ښار په كارته لگان سيمه كې د چارشنبې په ورځ(د وږي۶) يوه ځانمرگي د دولس بجو په شاوخواكې د امريكايي سمندري ځواكونو پر موټريز كاروان بريد وكړ، چې په كې ۱۵ تنه ولسي وگړي ټپيان دي او څلور نور ولسي وگړي د يوې ښځې او يو ماشوم په گډون وژل شوي دي.
د هلمند والي وياند عمرځواك وايي، چې د سراچه ډوله موټر په دې بمي چاودنه كې بهرنيو سرتېرو ته هم مرگ و ژوبله اوښتې؛ خوكره شمېريې معلوم نه دى.
يوه امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې خپورشي وايي، چې په دې بريد كې دوه بهرني سرتېري وژل شوي او يو تن يې ټپي دى.
بل پلو د پېښې په سيمه كې عيني ليدونكي وايي، چې:
چاودنه دومره زوروره وه، چې د مرگ و ژوبلې تر څنگ يې ملكي وگړيو ته مالي زيانونه هم اړولي دي.
د تېرو شاوخوا شل ورځو راپديخوا په لښِكرگاه ښاركې دا دوه يم ځانمرگى موټربم دى، چې دا ځل يې بهرني ځواكونه په نښه كړل، خو د دې بريد پړه تردې مهاله كومې ډلې په غاړه نه ده اخيستې.