سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې څه باندې څلور زره ځوانان له حرفوي زده كړو فارغ شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د چارواكو په وينا، په هرو شپږ مياشتو كې زرگونه كسان د انگلستان پر مالي ملاتړ له حرفوي پروگرام  څخه فارغيږي.

دا مهال د مركز لښكرگاه په گډون د دې ولايت په نهه ولسواليو  كې  د حرفوي زده كړو دا پروگرام پر مخ ځي.

دوى دا هم وايي، چې په دې پروگرام كې ۲۵۰۰ تنه نرينه او ۲ زره تنه ښځينه شاملې دي، چې د دوشنبې په ورځ(د غويى۲۳) د يو لړمراسمو په  ترڅ  كې فارغ  شول.

د دې مراسمو پرمهال د هلمند والي الحاج محمد نعيم  وويل، چې ياد پروگرام اوس مهال د دې ولايت په نهه ولسواليو كې پرمخ روان دى، چې زياتره په كې د كانكور آزموينې بې پايلې فارغان حرفوي زده كړې ترلاسه كوي.

د نوموړي په وينا، د وزگارتيا له كبله ډېرو ځوانانو د وسلوالو مخالفينو ليكوته مخه كوله؛ خو  اوس د دې پروگرام له مخې  ډېري ځوانان حرفوي زده كړې ترلاسه كوي.

په دې ولايت كې د مرسي كورپ موسسې مسوول انجنيرمحمد اشرف وايي، دوى دا مهال د هلمند ولايت په كچه د حرفوي زده كړو۱۶ مركزونه لري، چې په پېنځه مركزونو كې ښځې او په پاتې نوروكې نرينه په ۲۴ بيلابيلې څانگو كې زده كړې ترلاسه كوي.

يو شمېرفارغان وايي، په دې مركزونو كې يې هغه اندازه زده كړې ترلاسه كړي، چې پخپلواكه توگه پرې خپل اقتصاد په پښو ودروي.

دا په داسې حال كې ده، چې د چارواكو په وينا، دا پروگرام به  د دې ولايت پاتې نورو سيمو ته هم وغزول شي.

Trending

Exit mobile version