سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور نيول شوي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې:

د ملي اردو په شپږ ورځنيو عملياتو كې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۱۸ نورنيول شوي دي. دغه عمليات، چې د دې ولايت په مارجه اونادعلي ولسواليو كې ترسره شوي دي.

دوى همدا راز ټينگار كړى، چې:

د وسله والو طالبانو هغه پلان هم شنډ شوى، چې غوښتل يې د عاشورا مراسم په دې ولايت كې گډوډ كړي.

په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د لومړى لوا كوماندان بريد جنرال محمد علي شجاعي وايي، چې:

د دې ولايت د نادعلي او مارجې ولسواليو اړوند د تريخ ناور د سيمې شپږورځني چاڼيزعمليات د شنبې په ورځ(د ليندۍ ۴) پاى ته ورسيدل، چې په پايله كې يې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او۱۸ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا:

په دې عملياتو كې يو شمېر وسلې، يوه اندازه مهمات او چاوديدونكي توكي هم د ملي اردو ځواكونو ترلاسه كړي؛ خو د ملي اردو سرتېرو ته كوم  زيان نه دى اوښتى.

د هلمند امنيه كوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي، چې:

وسله والو طالبانو غوښتل په لښكرگاه ښاركې د عاشورا مراسم گډوډ كړي، چې د نهرسراج په مربوطاتو كې د پوليسو لخوا ورباندې عمليات ترسره او په پايله كې يې څلورتنه وسله وال طالبان وژل شوي، چې مړي يې له وسلو او مهماتوسره پوليسو ترلاسه كړي دي.

د نوموړي په وينا:

وسله والو طالبانو غوښتل د كندهار- هلمند په لويه لار دې ولايت ته د رارسيدليوحاجيانو لپاره هم ستونزې رامنځته كړي؛ خو پوليسو په يادو عملياتو كې د وسله والو طالبانو د دې هڅې مخه ونيوله.

وسله وال طالبان په تريخ ناور سيمه كې يوازې د دوه طالبانو وژل كيدل مني او ادعا كوي، چې د ملي اردو ۱۱ تنه سرتېري يې وژلي دي.

Trending

Exit mobile version