سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې ۱۸ تنه وسلوال طالبان او درى پوليس ووژل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې:

د هلمند ولايت په نادعلي او نهرسراج ولسواليو كې د پوليسو او ملي اردو د سرتېرو گډ عمليات ترسره شوي دي.

په همدې حال كې د يكشنبې په ورځ په مارجه ولسوالۍ كې د ماين په چاودنه كې څلور پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند امنيه كوماندانۍ د لومړي كنډك كوماندان سمونوال عبدالستارنورزى وايي، چې:

د شنبې په ورځ(د سلواغې۷) د امنيه كوماندانۍ د لومړي كنډك پوليسو او آيساف ځواكونو د نهرسراج د باغرانيانو په سيمه كې چاڼيز عمليات تر سره كړل، چې په كې ي اووه تنه وسلوال طالبان وژل شوي او يوشميروسلې هم امنيتي ځواكونو ترلاسه كړې دي.

د نوموړي په وينا:

دا عمليات  د خلكو په غوښتنه ترسره شوي او امنيتي ځواكونو ته  زيان په كې نه دى اوښتى.

بل لوري ته د نادعلي ولسوالۍ امنيه كوماندان عمرجان حقمل وايي، چې:

افغان گډو امنيتي ځواكونو د تېرو درې ورځو په اوږدو كې د نادعلي د عصمت بازار او د مارجې اړوند سيستاني  په  سيمو كې گډ عمليات ترسره كړي، چې په كې ۱۱  وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا:

د دې ولسواليو يادې سيمې د وسلوالو له شتون څخه پاكې شوې او په نږدې راتلونكي كې به د دښت په سيمه كې هم ورته عمليات ترسره شي.

بل لورته د هلمند والي وياند احمد ځيرك وايي، چې:

د يكشنبې په ورځ(د سلواغې۸) د سهار د اته بجو په شاوخوا كې د مارجې ولسوالۍ د شينغزك په سيمه كې د پوليسوپرموټر د ماين چاودنه رامنځته شوې، چې په پايله كې يې درې پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د يادونې وړ ده، چې د دې پېښو په اړه تردې مهاله وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.

.

Trending

Exit mobile version