سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې ۶۰ سلنه زده كوونكيو د كانكورآزموينه وركړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هلمند پوهنتون رييس پوهنيارسورگل سنډه خېل د كانكور آزموينې د پيل پرمهال خبريالانو ته وويل، چې په دې ولايت كې له ۱۲ ټولگيو څخه د تېرښوونيز كال په لړكې ټول شاوخوا ۲۵۰۰ تنه نرينه او ښځينه زده كوونكي فارغ شوي او زموږهڅه دا وه، چې له دې شمېرې څخه شاوخوا ۲۳۰۰ تنه كانكور ته لاره پيدا كړي؛ خو د كانكور د كميتې لخوا يوازې ۱۶۶۹ تنو ته د آزموينې پاڼې راوړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په تېروكلونو كې هم ځينې زده كوونكي تور ليست ته لويدلي؛ خو دا ستونزه بايد د لوړوزده كړو وزارت حل كړي.

له لوړوزده كړو وزارت څخه د كانكور د كميتې استازى عبدالغياث ساپى وايي، چې دا مهال دوى يوازې شاوخوا ۱۶۰۰ كسانو ته د آزموينې پاڼې راوړي او پاتې شوي زده كوونكي بايد د پوهنې او لوړو زده كړو له وزارتونو سره ياده شوې ستونزه شريكه او د حل لاره پيدا كړي.

د نوموړي په وينا، د زده كوونكيو لپاره په پښتو او دري ژبو پاڼې ويشل شوي او كافي وخت يې هم وركړى، چې په بشپړه توگه يې په آرامه فضا كې د كانكورآزموينه وركړه.

دا په داسې حال كې ده، چې تېركال هم په دې ولايت كې د كانكور آزموينه ترسره شوه، چې په پايله كې يې شاوخوا  اته سوه زده كوونكيو د هېواد لوړو تحصيلي مؤسسو ته لار پيدا كړه.

Trending

Exit mobile version