تازه خبرونه
په هلمند كې ۷۰ وسلوال وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، په خانشين اوسنګين ولسواليو کېد عملياتو پر مهال اویا وسلوالوژل شوي .
په دې ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيکومسوول ډګرمن محمد رسول ځاځی زیاتوي، په خانشين كې دا عمليات د يکشنبې په ورځ پيل شوي او تر اوسه ۷۰ وسلوال طالبان په كې وژل شوي او۴۰ ټپيان دي .
هغه دغه راز ویلي، چېپه سنګين کې هم د دوشنبه په شپه د دوی په عملياتو کې د ملا معراج او شمس الله په نومونو د دوه قوماندانانو په ګډون اته وسلوال وژل شوي او دری نورټپيان دي.
هغه وايي، په دې عملياتو کې افغان سرتېرو ته زيان نه دی اوښتی.