سیمه ییز خبرونه

په هلمند ولايت كې د سيمه ييزو پوليسو معاشونه د نورو جبونو ته ځي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند ولايت د مارجې ولسوالی سیمه يیز پولیس له یو شمېر پوځي چارواكو شکایت کوي او وايي، چې پوليسو ته ځانگړې شوې پيسې او تنخواگانې د پوليسو په نوم په جعلي لاسليكونو شخصي جبونو ته  اچول كيږي.

د دوى په وينا، که لوړپوړي دولتی چارواکي د دې ستونزې مخه ونه نيسي؛ نو لیرې نه ده، چې ټول سيمه ييز پولیس به خپلې دندې پریږدي ؛ځکه، چې له څو میاشتو را پديخوا  تنخواگانې اخيستل شوې نه دي.

په مارجه کې د سیمه يیزو پولیسو یو قوماندان آصف خان د پوليسو دا ادعا بې بنسټه بولي او وايي، چې داسې فورمونه ترلاسه شوي،  چې د قوماندانانو په جعلی لاسليك ځينې کسان د سیمه يیزو پوليسو ليکوته راغلي دي.

د ده په خبره، د پولیسو په ليکوکې د نا سوق شويو کسانو له كبله داسې ناوړه پيښې  هم رامنځ ته کيږي، چې يايې خپل ملگري په پوسته کې وژلي وي او یا هم د بهرنیو سرتېرو په وژلو لاس پورې کوي، چې بيا له وسله والو طالبانوسره یوځای کيږي.

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال محمد حکیم انگار وايي، چې:

د سیمه يیزو پوليسو دا ستونزه به په جدي توگه تعقيب كړو؛ هرسرتېري ته ًبه خپله تنخوا د ده جب او يا هم بانكي حساب ته ورسيږي او د فساد د مخنيوي په اړه به گړندي گامونه پورته كوو. لكه څنگه، چې خلك له زموږ څخه تمه لري زموږ تمه هم له خلكو داده، چې د فساد په مخنيوي او د عدالت په رامنځته كولو كې له موږ سره مرسته وكړي.

د يادونې وړ ده، چې ډېري سرتېري او پوليس د اداري فساد ښكار او د خپلو معاشونو په اړه اندېښمن شوي دي.

Trending

Exit mobile version