سیمه ییز خبرونه
په هلمند ولايت كې شاوخوا سل زره ماشومان له زده كړو بې برخې دي
په هلمند ولايت كې سلگونه قومي او سيمه ييزو چارواكو د سې شنبې په ورځ(د وږي۵) يوې جوړې شوې غونډې ته څرگنده كړه، چې :
په هلمند ولايت كې اوس هم شاوخوا سل زره ماشومان له زده كړو بې برخې دي.
قومي مشران پر دولتي چارواكو نيوكه كوي او وايي، چې خپلې ژمنې پلې كولى نشي.
د هلمند والي مرستيال احمد مسعود بختور وايي، چې په دې ولايت كې ۱۵۳ ښوونځي د زده كوونكيو پرمخ تړل شوي او شاوخوا سل زره ماشومان له زده كړو بې برخې پاتې دي.
د دې ولايت د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر وايي، چې اوس مهال په هلمند كې ۳۶۰ ښوونځي شته، چې ۲۰۷ ښوونځي يې د زده كوونكيو پرمخ پرانيستي دي او ۱۳۶ زره زده كوونكي په كې زده كړه كوي. د نوموړي په وينا، د نوي ښوونيز كال لپاره په پلان كې دي، چې شل زره نوي زده كوونكي هم جلب كړي.
ښاغلى جعفروايي، چې د ښوونځيو په اړه ډېرې ستونزې د هلمند په شمالي ولسواليو كې رامنځته شوي او د ښوونځيو مديرانو ته ټينگه سپارښتنه شوې كه د تړليو ښوونځيو په پرانيستلو كې كوټلي گامونه پورته نه كړي له دندو به گوښه كړاى شي.
د هلمند قومي مشران وايي:
د ښوونځيو د پرانيستلو په برخه كې له دولت سره هر راز مرستې ته چمتو يو، خو چارواكي په دې اړه بې پاملرنې دي.
د دوى په وينا، خلك له جگړې ستړي شوي او سترگې يې د دولت لوري ته اوړي.
دا په داسې حال كې ده، چې په نږدې راتلونكي كې د هېواد د نورو گرمو سيمو په څېر په هلمند كې هم نوى ښوونيزكال د پيليدو په حال كې دى.