تازه خبرونه

په هلمند ولایت کې د ښکېلو سرتېرو ملاتړ ته تازه دمه ځواکونه استول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان دفاع وزارت ويلي، چې د هلمند ولایت له طالبانو سره په جگړه کې د ښکېلو سرتېرو د ملاتړ لپاره سيمې ته تازه ځواکونه استول شوي دي. 

قومي مشرانو هم سيمې ته له شل د ډېرو زغروالو موتړو د رسیدلو پخلى کړى.

له دې وړاندې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ویلي ول، چې د هلمند په څلور شمالي ولسوالیو کې جګړه پای ته رسېدلې او امنیت د افغان ځواکونو په لاس کې دی.

دغه جگړه، چې اته ورځې مخکې پر سنگين ولسوالۍ د طالبانو له بريد سره پيل شوه وروسته بیا د نوزاد، موسى قلعه او کجکي ولسواليو ته وغزيده.

په همدې حال کې د افغانستان د وسله والو پوځ لوی درستیز ستر جنرال شېر محمد کریمي او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ستر پاسوال محمد ایوب سالنګي د یوه پلاوي په مشرۍ د هلمند له۲۱۵م میوند قول اردو لیدنه وکړه.

پلاوي د سنګین په ولسوالۍ کې د میشتو ملي پولیسو او ملي اردو له ځواکونو سره چې له طالبانو سره په جګړه او چاڼیږو عملیاتو بوخت دي هم ولیدل.

 

Trending

Exit mobile version