تازه خبرونه
په هلمند ولایت کې پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د اړوند امنيتي پوستې ۳ پوليس وژل شوي او څلورنور ټپيان دي.
د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي وايي، چې په ياده سيمه کې د دوشنبې په شپه د وسلوالو طالبانو لخوا کمين نيول شوی و، چې په کې دری پوليس وژل شوي او څلور نورټپيان دي.
د دغې ولسوالۍ يوه امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې یادشي وايي، چې ياده شوې پېښه د دوشنبې په شپه د دې ولسوالۍ په آبپاشک سيمه کې د طالبانو د يونفوذي کس لخوا رامنځته شوې، چې له کبله يې لس پوليس ځای پرځای په ډزو وژل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تردې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.