تازه خبرونه

د هلمند په باباجي او چاه انځير کې عمليات دوام لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند په باباجي او چاه انځير سيمو کې د امريکايي ځواکونو په مرسته پيل شوي عمليات دوام لري، دا عمليات د سه شنبې په شپه پيل شوي چې د چارواکوپه وينا تر اوسه په کې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 په باباجي او چاه انځير کې ځينې سيمې هم کوماندو ځواکونو پخپله ولکه کې راوستلې دي، دوی همدا راز وايي وسله والو طالبانو د هلمند کندهارد لويې لارې په اوږدو کې زرګونه ماينونه ځای پرځای کړي دي.

چاه انځيراو باباجي د هلمند هغه سيمې دي چې د لښکرګاه په شاوخوا اته کيلومترۍ کې موقعيت لري چې تقريبا د يو کال را په دې خوا په کې جګړه روانه ده، د هلمند والي حيات الله حيات وايي په ياده شوې سيمه کې د امريکايي ځواکونو په مرسته پيل شوي عمليات اوس هم دوام لري چې د تېرې شپې را په دې خوا په کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹نورټپيان دي، هغه وايي په دې عملياتو کې د چاه انځيراو باباجي ځينې سيمې هم تر دولتي واک لاندې راغلې دي.

د هلمند والي حيات الله حيات وايي: “زموږ دا عملياتد اوږدې مودې له پاره دي او په هغه سيمو کې چې اړتيا ليدل كېږي ځانګړي ځواکونه د هوا له لارې ښکته کوو او په هغه سيمو کې چې د نورو ځواکونو اړتيا ليدل کېږي د همدې ځواکونو په مټ عمليات کوي”

حيات د هلمند کندهار لويې لارې ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه چې ځانګړی پلان يې جوړ کړی چې له مخې به يې دا لاره د ترافيکو پر مخ خلاصه شي.

د نوموړي په خبره چې د دې لارې خلاصول ځکه ټکني شول چې هلته وسله والو طالبانو په زرګونو ماينونه ځای پرځای کړي چې د شنډولو پر مهال يې د دوی د تخنيکي ډلې ځينو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

خبريال: نعمت‌الله زهير

Trending

Exit mobile version