تازه خبرونه

په هلمند کې اداري فساد اوج ته رسيدلی- اخندزاده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هلمند ولايت کې ديری وخت د فساد په اړه امنيتي او عدلي ارګانونو او پوهنې ادارې ته د نیوکې ګوته نيول کيږي؛ خو د هلمند د ولايتي شورا مرستيال وايي، چې په دې ولايت کې فساد د پخوا په پرتله نورهم ډېرشوی دی.

د نوموړي په وینا؛ ډيري دولتي مامورین امنيتي ستونزې بهانه کوي ادارو ته نه حاضريږي. په داسې حال کې، چې هره مياشت تنخواوې هم اخلي.

د هلمند ولايتي شورا مرستيالعبدالمجيد اخندزاده وايي، د همدې فساد د ډېروالي له امله اوس د هلمند ډېراوسيدونکي دولتي ادارو ته د چارو د ترسره کيدو لپاره مراجعه نه کوي.

نوموړی زیاتوي، که د فساد په وړاندې جدي ګامونه پورته شي او په ځينو ادارو کې يې ريښې له منځه يوړل شي ډاډه یو، چې ډیري شته ستونزې به راکمې شي.

د هلمند والي وياند عمر ځواک په دې ولايت کې د فساد د کموالي خبره کوي او وايي، چې په ځينو دولتي ادارو کې که بنسټيز بدلونونه راوستل شي؛ ټول مسوولين ژمن دي، چې د فساد د مخنيوي لپاره به نورګامونه هم واخیستل شي.

هغه وايي؛ ځینې مسوولين، چې په فساد ککړ ول عدلي ارګانونو ته ورپېژندل شوي او پرځای يې وړ او پر کار پوه ځوانان د مسوولينو په توګه پر دندو ګمارل شوي دي.

په دې وروستيوکې د هلمند والي د پوهنې اداره ترټولو ډېره په فساد کې ښکېله بللې وه او ژمنه يې وکړه، چې د فساد د مخنيوي پيل به له همدې ادارې کیږي.

 خبریال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version