تازه خبرونه

په هلمند کې امریکایي ځواکونو د القاعده اته غړي وژلي – راپور

Published

on

د لانګ وار ژورنال څرګنده کړې، چې امریکایي ځواکونو او د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست په هلمند او نیمروز ولایتونو کې ځانګړیو هوايي بریدونو په لړ کې د القاعدې اته غړي وژلي او درې نور یې نیولي دي.

امریکایي چارواکو ویلي، چې په دې برید کې د القاعدې اته غړي هم وژل شوي دي.

د دغه راپور له مخې، امریکایي ځواکونو د پنجشنبې پر ورځ د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو پر ناسته برید کړی، چې د فراه ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي عبدالله بلوڅ په ګډون ۴۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

لانګ وار ژورنال د امریکا د استخباراتو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې عبدالله بلوڅ د طالبانو او القاعدې مشري کوله.

دغه راز دې رسنۍ د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو پرمهال په نیمروز ولایت کې د القاعده درې غړي نیولي دي.

د ملي امنیت ریاست ویلي، چې د القاعده د امر بالمعرف مشر مصطفی، حافظ عبدالعزیز او حیات الله، چې  ټول افغانان دي او په ترهګریزو بریدونو کې یې لاس درلود نیول شوي دي.

د ملي امنیت سرچینو څرګنده کړې، چې مصطفی او حافظ په ایران کې اوسېدل او د القاعدې د مرستیال حافظ عبدالغلام الله تر مشرۍ لاندې یې په نیمروز کې ترهګریز بریدونه ترسره کول.

په راپور کې دا هم راغلي، چې  د القاعده دغو غړيو په ایران کې پناه اخیستې وه او د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته راغلي وه. دغه راز د القاعده دوه یم لوړپوړی غړی ابو محمد المصري، چې عبدالله احمد عبدالله هم یاد شوی؛ د ایران په پلازمېنه تهران کې د اسرائیلو لخوا وژل شوی دی.

طالبانو ویلي، چې له القاعدې سره یې اړیکې پرې کړي او دا ډله په افغانستان کې فعاله نده.

تر دې دمه طالبانو د یاد هوايي برید او له طالبانو سره د القاعدې د غړیو د وژلو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي او امریکا هم له القاعده سره د طالبانو د اړیکو په اړه کومه تبصره نده کړې.

Trending

Exit mobile version