تازه خبرونه
په هلمند کې جګړې روغتیايي چارې ټکنۍ کړي– ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر څرګنده کړې، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته څېرمه جګړې د زرګونه خلکو پر بې ځایه کولو سربېره روغتیايې چارو ته د پاملرنې بهیر هم ټکنی کړی دی.
دغه بنسټ په ډاګه کړې، چې د نښتو له کبله د ولایت په یو شمېر برخو کې روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
وروستي جنګي راپورونه ښیي، چې طالبانو د شنبې پر شپه په یاد ولایت کې موخه ییز بریدونه پیل کړي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر څرګنده کړې؛ د چهارشنبې پر ورځ په نهرسراج او نادعلي ولسوالیو کې نښتې روانې وې.
د ملګرو ملتونو استازيو دا هم ویلي، چې د هلمند – کندهار لویه لار اوس هم بنده ده.
د دغه دفتر د څرګندونو له مخې؛ د تېرو څو ورځو نښتو په پایله کې ۳۵۰۰۰ کسان(۵۰۰۰) کورنۍ بې ځایه شوې دي.
د چارشنبې پر ورځ په ناوه او بولان ولسوالیو کې دوه کلینیکونه د نښتو له کبله تړل شوي وه. دغه راز اووه نور روغتیایی مرکزونه په نادعلی، مارجه ، نهرسراج ولسوالیو او لښکرګاه کې کارمندانو ته د ګواښونو له کبله تړل شوي دي.
د راپور له مخې؛ روغتیبایي مرکزونو او روغتونونو له بندیدو مخکې هم پر ټیټې وړتیا هڅې ترسره کولې او یوازې د ټپيانو درملنه یې کوله. د روغتیایي مرکزونو تړل کیدو په سیمه کې له ۳۸۰۰۰ ډېر خلک اغېزمن کړي او روغتیایي چارو ته یې له لاسرسي بې برخې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د چارشنبې پر ورځ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شوی.
د افغانستان د جنګي پېښو پروړاندې د مبارزې چارواکو ۱۲۰ کورنیو ( څه نا څه ۸۰۰ کسانو) ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشلې او ټاکل شوې، چې ۱۰۰۰ نورو کورنیو(۷۰۰۰) کسانو ته، چې د جګړې له کبله بې ځایه شوي؛ خوراکي توکي ووېشل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ويلي، چې په ځینو سیمو کې د برښنا او مخابراتو پرېکېدنې د خلکو اړیکې او بشري هڅې خنډولي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ