تازه خبرونه

په هلمند کې جګړې روغتیايي چارې ټکنۍ کړي– ملګري ملتونه

Published

on

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر څرګنده کړې، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته څېرمه جګړې د زرګونه خلکو پر بې ځایه کولو سربېره روغتیايې چارو ته د پاملرنې بهیر هم ټکنی کړی دی.

دغه بنسټ په ډاګه کړې، چې د نښتو له کبله د ولایت په یو شمېر برخو کې روغتیايي مرکزونه تړل شوي  دي.

وروستي جنګي راپورونه ښیي، چې طالبانو د شنبې پر شپه په یاد ولایت کې موخه ییز بریدونه پیل کړي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر څرګنده کړې؛ د چهارشنبې پر ورځ په نهرسراج او نادعلي ولسوالیو کې نښتې روانې وې.

د ملګرو ملتونو استازيو دا هم ویلي، چې د هلمند – کندهار لویه لار اوس هم بنده ده.

د دغه دفتر د څرګندونو له مخې؛ د تېرو څو ورځو نښتو په پایله کې ۳۵۰۰۰ کسان(۵۰۰۰) کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د چارشنبې پر ورځ په ناوه او بولان ولسوالیو کې دوه کلینیکونه د نښتو له کبله تړل شوي وه. دغه راز  اووه نور روغتیایی مرکزونه په نادعلی، مارجه ، نهرسراج ولسوالیو او لښکرګاه کې کارمندانو ته د ګواښونو له کبله تړل شوي دي.

د راپور له مخې؛ روغتیبایي مرکزونو او روغتونونو له بندیدو مخکې هم پر ټیټې وړتیا هڅې ترسره کولې او یوازې د ټپيانو درملنه یې کوله. د روغتیایي مرکزونو تړل کیدو په سیمه کې له ۳۸۰۰۰ ډېر خلک اغېزمن کړي او روغتیایي چارو ته یې له لاسرسي بې برخې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چارشنبې پر ورځ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شوی.

 د افغانستان د جنګي پېښو پروړاندې د مبارزې چارواکو ۱۲۰ کورنیو ( څه نا څه ۸۰۰ کسانو) ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشلې او ټاکل شوې، چې ۱۰۰۰ نورو کورنیو(۷۰۰۰)  کسانو ته، چې د جګړې له کبله بې ځایه شوي؛ خوراکي توکي ووېشل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ويلي، چې په ځینو سیمو کې د برښنا او مخابراتو پرېکېدنې د خلکو اړیکې او بشري هڅې خنډولي دي.

Trending

Exit mobile version