تازه خبرونه
په هلمند کې د آزادۍ رادیو خبریال الیاس داعي ووژل شو
په هلمند کي د آزادۍ رادیو پر خبریال الیاس داعي د نښلیدونکي ماین چاودنه شوې ده.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک د خبریال الیاس داعي وژل کیدل تائيد کړي او څرګندوي، چې په دې ماین چادونه کې د نوموړي ورور ټپي شوی دی.
په سیمه کې یو ماشوم او یو بل ملکي سړی هم ټپیان دي.
په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بېلابېلو ادارو د الیاس داعي وژنه غندلې او دا یې پر رسنیو حمله نومولې ده.
ولسمشر غني د داعي وژنه د تروریستي ډلو کار بولي او وایي، چې دښمنان د دغه وړ جنایتونو او بریدونو په ترسره کولو سره د بیان آزادي او د خبریالانو لوړ غږ نشي غلی کولی.
ولسمشر غني زیاته کړې؛ د هېوادوالو، رسنیو او خبریالانو دا قانوني حق او لاسته راوړنه په ډېرو هڅو او قربانیو ترلاسه شوې، چې حکومت یې ساتنې، پالنې او ودې ته ژمن دی.
تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.
د یادونې ده، چې د دې اوونۍ په پیل کې، د مرکزي بانک درې کارمندان؛ د طلوع نیوز د پخواني خبریال یما سیاوش په ګډون د کابل د نهمې حوزې په اړوند سیمه کې له یوې چاودنې ووژل شول.