تازه خبرونه
په هلمند کې د بلیک هاک چورلکې د راغورځېدو په اړه بېلا بېلې څرګندونې کیږي
په هلمند ولایت کې د تېرې شپې د بلیک هاک هاک چورلکې د راغورځیدو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.
د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ یوې چورلکې د تخنیکي ستونزو له کبله د دې ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې ده.
دفاع وزارت منلې، چې په پېښه کې دوه پولیس او یو سرتېری وژل شوي دي.
د هلمند ولایتي شورا مشر عطاء الله افغان تېره شپه ویلي وه، چې د ملي اردو چورلکه نسکوره شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په پېښه کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دغه راز طالبانو څرګنده کړې؛ تېره شپه د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ په اړوند سیمه کې طالب جنګیالیو د اردو یوه بلیک هاک چورلکه رانسکوره کړې ده.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې په دې ویشتل شوې چورلکه کې څلور کسان وژل شوي دي.
طالب ویاند ویلي، چې چورلکې د برید لپاره چمتووالی نیولی و، چې وویشتل شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د سیمه ییزو ځواکونو قومندان علی پور هم د افغان هوایي ځواک یوه چورلکه رانسکوره کړې.
د دفاع وزارت ویاند فواد امان په ډاګه کړې ده، چې د دوی د څېړنو او شواهدو له مخې د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د علیپور وسلوالو د افغانستان د هوایي ځواک پر چورلکې برید شوی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې پېښه کې د دوه پیلوټانو او څلور ځانګړيو ځواکونو په ګډون نهه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.