تازه خبرونه

په هلمند کې د جګړې د مخنیوي لپاره د امریکا پر بمبارد طالبانو نیوکې کړي

Published

on

طالبانو په هلمند کې د دوی د بریدونو د مخنیوي لپاره د امریکا د بمبارد په پایله کې امریکايي ځواکونه د دوحې له تړون څخه پر سرغړونه تورن کړي او د نورو بریدونو ګواښ یې کړی دی.

نن یکشنبه  د تلې پر ۲۷ په خپل یوه تویت کې څرګندده کړې؛ په هلمند ولایت کې له وروستيو پرمختګونو وروسته، امریکایی سرتېرو په وار وار په بې رحمانه بمبارد دوحې له تړونه سرغړونه کړې ده.

دغه تړون د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوی، چې له مخې یې طالبانو منلې، چې د افغانستان پر لویو ښارونو به برید نکوي.

اوس طالبانو ویلي: د دوحې د تړون له مخې؛ امریکايي عسکر نشي کوی، چې ماسوا له جنګي سیمو او د جنګ له وخته په نورو ځایونو کې بمبارد وکړي او څوک په نښه کړي.

 

طالبانو ټینګار کړی دی: په تېرو څو ورځو کې د ورځې او شپې له مخې د ډرون او نورو الوتکو پر مټ د هلمند ولایت په نهرسراج، خوشکاوه، باباجي، د ګرشک ولسوالۍ په مالګیراو بند برق، د سنګین، مرجې، ناوې او نادعلي ولسوالیو په مختلفو سیمو کې يې ګڼې سیمې بمبارد کړي. همدا ډول يې په فراه او ځينو نورو ولایتونو کې هم بمبارد کړي، چې دا کار یې د دوحې له تړون څخه ښکاره او څرګنده سرغړونه ده.

د دوی د اعلامیې له مخې: د اسلامي امارت او متحده ایالاتو تر منځ د دوحې تړون ټوله مینځپانګه روښانه ده؛ خو دا دوه یم ځل دی، چې امریکا  له دغه تړون څخه سرغړونه کوي؛ اشتباه کوونکي عملونه تر سره کوي او پر هغو سیمو بمبارد کوي چې جګړه په کې نه وي.

دوی دا ټینګار هم کړی، چې د داسې کړنو په تکرار د پایلو مسوولیت به امریکایي لوري ته واړول شي.

د لښکرګاه په ګډون د هلمند ولایت پر ځینو برخو د طالبانو د برید په پایله کې امریکایي ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د طالبانو مرکزونه په نښه کړل.

امریکایي ځواکونو ویلي، چې بریدونه د دوحې له هوکړې سره سم دي؛ ځکه، چې د دوحې تړون له مخې به امریکایي ځواکونه د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او د طالبانو لخوا به په ځانګړي توګه پر لویو ښارونو بریدونه نه کیږي.

په هلمند کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې په لسګونه زره خلک بې کوره شوي، چې اوس مرستې ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د تاوتاریخوالي له کبله د دوحې و سولې خبرې ځنډیدلي او پرمختګ یې ندی کړی.

Trending

Exit mobile version