تازه خبرونه

په هلمند کې د خنجر ۰۱۳ عمليات پيل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفينو په وړاندې يې د خنجر په ۰۱۳ په نوم عمليات پيل کړي دي.

چارواکي وايي دا عمليات د هغو سيمو د بېرته نيولو په موخه پيل شوي چې شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې وسله والو مخالفينو تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

په ورته وخت کې د هلمند ولايتي شورا وايي دا عمليات بايد د تېر په څېر نه وي او تر څنګ يې بايد د ملکي وګړو ژوند ته پوره پاملرنه وشي.

د خنجر ۰۱۳ عمليات د چهارشنبې په شپه شاوخوا اته بجې د دې ولايت په مارجې، نادعلي، د نهرسراج په ځينو سيمو او د لښکرګاه په باباجي حوزه کې پيل شول.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي: “په ځينو سيمو کې کوماندو ځواکونه ځای پر ځای شوي ترڅو نورو ځمکنيو ځواکونو او همدا راز هوايي ځواک ته د پوځي فعاليت زمينه برابره کړي.”

 ځواک زياتوي چې په دې عملياتو کې د کورني هوايي ځواک سربېره ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت برخه لري ترڅو يادې شوې سيمې له وسله والو طالبانو څخه خلاصې کړي.

عمر ځواک وايي: “د هلمند والي د سيمې له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو او جوماتونو کې وسله والو مخالفينو ته ځای ور نه کړي او ډاډ ورکوي چې د دوی سر، مال او عزت به په پوره ډول خوندي وي او وسله والو مخالفينوته به هم اجازه ورنه کړي چې د خلکو په وړاندې ستونزې جوړې کړي.”

 په همدې وخت كې د هلمند ولايتي شورا عبدالمجید اخندزاده وايي: “په عملياتو کې بايد د ملکي خلکو ژوند ته ډېره پاملرنه وشي او هغه کورنۍ چې له سيمې کډوالې کېږي د هغوی له پاره مرستې په خپل وخت ورسول شي اود تېر په څېر شخصي جيبونو ته لاره پيدا نه کړي.”

دوی که څه هم دې عملياتو ته هيله من دي خو وايي که چېرې د تېرو نورو عملياتو په څېر په کې شخصي ګټې وپالل شي نو دا ځل به دوی هم کرار پاتې نه شي په احتجاجونو او لاريونونو به لاس پورې او د مجازاتو او مکافاتو د اصل د پلي کېدو غوښتنه به وکړي.

خبريال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version