تازه خبرونه
په هلمند کې د داعش ډلې عمومي قوماندان ووژل شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د هلمند ولایت امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول شاه محمود آشنا وايي، چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته د کجکي ولسوالۍ د لوی مانده په سيمه کې د دولتي ځواکونو او داعش ترمنځ نښته رامنځ ته شوه، چې په پايله کې يې د نوموړې ډلې عمومي قوماندان سليمان شاه له خپلو څلورملگروسره وژل شوی او درې نور يې ټپيان دي.
د نوموړي په خبره؛ سليمان شاه د ملا رؤف، چې څه موده وړاندې په هوايي بريد کې وژل شوی و ځای ناستی و او دا مهال يې په کجکي ولسوالۍ کې د داعش د ډلې مشري کوله.