تازه خبرونه

په هلمند کې د دولت د نه پاملرنې له کبله بیا کوکنار کرل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هلمند کې يوشميرکروند گروايي، د دولت د نه پاملرنې له کبله مو د کوکناروکرکيلې ته مخه کړې ده.

دغه کروندگروايي، چې دولت كرنيزو محصولاتوته د بازارموندنې او اصلاح شويوتخمونواو په نوروبرخوکې ژمنې کړې وې؛ خو تر اوسه مو روا محصولاتو ته مناسب بازارنه دی پيدا شوی.

په داسې حال کې، چې د تېرو کلونو د مالوچو(پنبې) محصولات مو په کورونو کې پراته دي.

د دوی په وينا؛ که دولت پخپلو ژمنو ودريږي دوی اړنه دي، چې کوکناروکري.

که څه هم پر دوی چا فشار نه دی راوړی؛ خواوريدلي يې دي،چې په ځينو سيمو کې امنيتي مسوولينو خلک د کوکنارو کرکيلې ته هڅولي دي.

د هلمند مرستيال والي مني، چې د تېرو کلونو په پرتله لس سلنه د کوکنارو کرکيله ډېره شوې ده.

د هلمند د والي مرستيال محمد جان رسول يار وايي، چې تراوسه يې داسې شواهد نه دي ترلاسه كړي،چې خلک د امنيتي مسوولينو له خوا په ولسواليو کې د کوکنارو کرکيلې ته هڅول شوي دي.

هغه وايي، که په دې برخه کې کره شواهد په لاس راوړي؛ عاملين به د قانون منگولوته وسپارل شي.

ددوې په وینا؛ د کوکنارود له منځه وړلوکمپاين به په نږدې راتلونکي کې پيل او ډېری ځمکې به ترې پاکې کړای شي.

Trending

Exit mobile version