تازه خبرونه

په هلمند کې د دوه چورلکو د راغورزیدو په پېښه کې ۹ سرتېري مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۳, ۱۳۹۹)

د هلمند ولایت د ناوه ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یوې امنیتي پوستې ته نږدې د ملي اردو دوه چورلکې راغورځېدلي دي.

د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې د ملي اردو سرتېري او د امنیتي ځواکونو یو شمېر سرتېري مړه شوي دي.

یوې چورلکې په هلمند کې د وروستیو جګړو ټپیان روغتون ته لیږدول.

ویل کیږي، چې دوه یمې هغې د جګړې په ډګر کې کوماندو ځواکونه ځای پر ځای کول.

دفاع وزارت څرګنده کړې، چې تېره شپه په ناوه ولسوالۍ کې دوه چورلکې له الوت وروسته د تخنیکي ستونزو له کبله راغورځېدلې دي.

دې وزارت ویلي؛ په خواشینۍ په پېښه کې نهه کسان مړه شوي، چې په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې له ورځې راپدیخوا په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي.

ویل کیږي، چې په دې نښتو کې لسګونه زره خلک له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

 

Trending

Exit mobile version