تازه خبرونه
په هلمند کې د شهيد خبریال نعمت الله زهیرپه نوم د والیبال۱۵ ورځنی سیالي پیل شوې
د هلمند دبدني روزنېآمروایې، چې په هلمند کې د شهيد خبریال نعمت الله زهیرپه نوم د والیبال۱۵ ورځنی سیالي پیل شوې.
دهلمند دبدني روزنې آمر زلمی هڅاند وایي؛ شهيد زهیرخپله هم دوالیبال یو لوبعاړی و؛نو، ځکه د هغه د یاد په موخه مو دغه تورنمنت پیل کړ، چې لس لوبډلي به په کې ولوبیږي.
هغه زیاتوي، مونږ تل د اړینو موضوعاتو او دځینو نومياليو کسانو په نوم دغه ډول تورنمنتونه جوړوو، چې له يوې خوا دهغوی ياد تلپاتى شي او له بلي خوا ځوانان بدني روزنې ته وهڅيږي .
د نعمت الله زهیرورور انجینرغلام حبيب د بدني روزنې له آمریت څخه مننه کړې، چې د ارواښاد زهیر په یاد کې یې ۱۵ ورځنی والیبال تورنمنت جوړ کړ .
هغه زیاتوي، زهیر لهوالیبال سره ډېره مینه درلوده او په ډېرو تورنمنتونو کې یې هم برخه اخیستې وه.
شهید خبریال نعمت الله زهیر په هلمند کې د آرنایانیوز سره د خبریال په توګه کار کاوه، چې د روان کال د لړم د میاشتې په ۱۴ مه د لښکرکاه ښار په دوه یمه امنیتي حوزه کې یې د ماین په چاودنه ژوند له لاسه ورکړ.