تازه خبرونه
په هلمند کې د طالبانو دوه تکړه قومندانان نیول شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ملي امنیت لوی ریاست موظفینوپه یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې په هلمند ولایت کې د یو لړعملیاتو پر مهال د مولوي حقیار د ډلې یو قومندان؛ شرف الدین د عبدالرزاق زوی، چې په دې ولایت کې یې د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته په برید کې، چې دېرش سیمه ییز پولیس شهیدان شوي وه، رغنده ونډه لرله، نیول شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ په دیوالک کلي کې د مخامخ نښتې پر مهال ښایسته نومی طالب قومندان او د سید ولي په نامه د دې ډلې یو بل کس نیولي او یو بل یې د نښتې پر مهال وژل شوی دی.
خبر پاڼې په ډاګه کړې، چې له نیول شویو کسانو څخه یو میل پیکا، دوه میله کلاشینکوفونه او یو کرولا موټر ترلاسه شوي دي.