تازه خبرونه
په هلمند کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان ووژل شو – دفاع وزارت
دفاع وزارت ویلي، چې د هوایي ځواکونو په بریدونو کې د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د سرې قطعې نومول شوی قومندان عبدالرحمن له خپلو اووه جنګیالیو سره ووژل شو.
د افغانستان ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې تېره ورځ هوايي ځواک د هلمند ولایت په نادعلی ولسوالۍ کې د دغې ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو د سرې قطعې د۵۰ کسیزې ډلې قومندان عبدالرحمن وواژه.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو د سرې قطعې دغه قومندان له خپلو جنګیالیو سره هغه مهال تر هوایي برید لاندې راغی، چې د هېواد د ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو یې د برید پلان درلود.
د هلمند سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو پر مهال د درې مهمو قومندانانو په ګډون اته وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند والي ویاند؛ د نادعلي ولسوالۍ د ګروپ شش په اړوند سیمه کې د وسلوالو طالبانو پر ناسته د هوایي ځواکونو لخوا برید تر سره شوی، چې په کې د مولوي شهاب د شبکې د قومندان عبدالرحمن او د مولوي ایوب د دوه مهمو قومندانو په ګډون پېنځه وسلوال وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هلمند ولایت کې د حکومتي ځواکونو او طالب جنګیالیو تر منځ له نښتو په زرګونه عام وګړي بې ځایه شوي او تر شنه آسمان لاندې له ستونزو ډکې شپې او ورځې تېروي.
