تازه خبرونه

په هلمند کې د طالبانو يوه ۲۰ کسيزه ډله د سولې له بهیر سره يوځای شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند ولایت د سولې ولایتي کمیتې په ډاګه کړې، چې په هلمند کې د طالبانو يوه ۲۰ کسيزه ډله د سولې له بهیر سره يوځای شوې ده.

  د هلمند د سولې ولايتي کمیتې مسوول  فضل الباري فياض زیاتوي؛ دا ډله د ملاهبت الله اړوند ده، چې له جګړې څخه په واشیر ولسوالۍ کې لاس په سرشوې ده.

 فیاض وايي؛ دې ډلې د ملا محمد داود په مشرۍ،چې په ملا حبش مشهور دى په واشير ولسوالۍ او ځينو نورو سيمو کې یې فعاليت درلود د يکشنبې په ورځ په هغه ولسوالۍ کې له مسوولينو سره په اړيکه کې شوي او له دې بهیر سره يوځای شول.

 د هلمند والي حیات الله حیات وايي؛ دا ډله د ملي امنيت او د دې ولايت د ځينو قومي مشرانو په هلوځلو دې ته چمتو شوه، چې له جګړې لاس په سر او د سولې له بهیر سره يوځای شي.

 د هغه په خبره؛ په نږدې راتلونکي کې به ورته نورې دلې هم له دې بهیر سره يوځای شي.

 په هلمند کې د سولې له بهیر سره د يوځای شوې ډلې مشر ملا محمد داود حبش ويلي، چې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې په وسلوالو نښتو کې برخه اخيستې؛ خو کله، چې بهرني ځواکونه له دې سيمو ووتل دی هم پاکستان ته ولاړ، خو هلته ورته په ډاګه شوه، چې دا جګړه جهاد نه، بلکې د بل د ګټو لپاره له دوی څخه کاراخيستل کيږي، نو، ځکه يې د سولې لار غوره کړه.

 دا په روان کال کې لومړۍ ډله ده، چې د دې ولایت د سولې له بهیر سره يوځای کيږي.

 دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې وسلوالو طالبانو د دې ولایت ګڼې سيمې د يو لړ بريدونو په پایله کې په خپله ولکه کې راوستې دي.

  خبریال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version