تازه خبرونه

په هلمند کې د ماشومانوپه وړاندې تاوتريخوالی ډېرشوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هلمند ولايت کې د ماشومانونړيواله ورځ د پنجشنبې په ورځ د بشري حقونو خپلواک کمیسيون له خوا د يوې غونډې پرمهال ونمانځل شوه، چې په کې د دې ادارې ځايي مسوول وويل:

په هلمند کې د تېرکال په پرتله د ماشومانوپه وړانډې د تاوتريخوالي کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

په هلمند کې د بشري حقونوخپلواک کمسيون مسوول محمد بلال صديقي وايي؛ يوازې د تېرې مياشتې په لړکې هغه شمېر، چې دوی ترلاسه کړې۳۰ ماشومان د جگړو له کبله ټپیان شوي؛ خو دا، چې د جگړې لمن په دې ولايت کې پراخه ده ټولې شمېر یې په لاس کې نشته. ښايي له سل ماشومانو واوړي، چې د همدې جگړو قرباني شوي دي.

هغه وايي، چې پرجگړې سربېره کورنۍ تاوتريخوالی، درانده کارونه، له زدکړو بې برخې کول او جنسي استفاده هغه ننگونې دي، چې دا مهال د ماشومانوپه وړاندې په دې ولايت کې پرتې دي.

د کاراو ټولنيزو چارو رياست استازی علي مشتاق عسکري هم د ماشومانوپه وړاندې يادې شوې ستونزې مني؛ خو وايي، چې امکاناتو ته په کتو مو په دې اړه خپل مسووليت ادا کړی دی.

هغه زیاتوي، چې د تېرکال د سروې له مخې په هلمند کې ۱۴۰۰ ماشومان معلول او بې ځايه شوي او۴۰۰ نور په درندو کارونو اخته دي؛ خو پر هغو لار و چارو کار روان دی، چې له مخې یې ماشومان د اوږدې مودې له پاره له دې ستونزو وژغورل شي.

ځينې ماشومان وايي، پلرونه يې په جگړو کې له لاسه ورکړي د مجبوريت له مخې يې درندو کارونو ته مخه کړې ده.

د دوی په خبره د بېوزلۍ له کبله نشي کولی، چې په ښوونځيو کې زدکړې وکړي که دولت ورسره مرستې  وکړي؛ دوی به ښوونځيو ته ولاړشي.

خبریال: نعمت الله زهير.

Trending

Exit mobile version