تازه خبرونه
په هلمند کې د ماشومانو حالت د اندېښنې وړ دی – سیف د چلدرن
سیف د چلدرن یا د ماشومانو ژغورنه څرګندوي؛ په هلمند کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او په دې ولایت کې باید د روان بشري ناورین مخه ونیول شي.
د سیف د چلدرن چاوونکيو نن چارشنبه د تلې پر ۲۳ په ډاګه کړې؛ دا د ژورې اندېښنې خبره ده ، چې لس ګونه زره خلک د جګړې له کبله کور پریښودلو ته اړشوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوناما تېره ورځ ( د سې شنبې پر ورځ) راپور ورکړ، چې لږ تر لږه ۳۵۰۰۰ کسان د جګړو له کبله بې ځایه شوي دي.
په دغه ولایت کې سخته جګړه هغه وخت پیل شوه کله، چې طالبانو د دغه ولایت پر بېلابېلو سیمو پراخ بریدونه پیل کړل.
د یاد بنسټ چلوونکې نیامندي زیاته کړې: د تېرو څلو لسیزو جګړو د ماشومانو پر ژوندانه ناوړه اغېزه کړې له زدکړ بې برخې شوي؛ ډېر یې د چاودیدونکیو وسلو یا په ښوونځیو او روغتونونو د بریدونو له کبله وژل شوي او زیانمن دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې له ورځې په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي؛ په لسګونه زره خلک هم ترې بې ځایه شوي، د ولایت په یو شمېر برخو کې برښنا پرې شوې او یو شمېر مخابراتي شبکې تړل شوې دي.
