تازه خبرونه
په هلمند کې د نويو عملياتو شپږ مياشتنی پلان د بشپړيدوپه حال کې دی- سرجنگ
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنگ وایي: په دې پلان کې به نه يوازې مارجه ولسوالي اود باباجي حوزه تردولتي واک لاندې راوستل کيږي، بلکې سنگين اونورې شمالي سيمې به هم بشپړې د وسلوالو طالبانو له شته والي خلاصې شي.
هغه زیاتوي، د سنگين ولسوالۍ د لارې پرانيستلوله پاره هم ۳۰ امنيتي پوستې په پام کې نيول شوي، چې د لارې په اوږدوکې به ځای په ځای کيږي.
هغه وايي؛د شنبې په شپه وسلوالومخالفينوپلان درلود، چې دا ولسوالي ونيسي.دوی دوه ټانگونه له چاوديدونکوتوکوډک کئِ وه او غوَتل یي هلته چاودنه ورکړې او وروسته لوی بريد هم ترسره کړِ، چې له ماتې سره مخ شوي دي.
سرجنگ وايي، په دې بريدونوکې ۴ پوليس۴ ځانمرگي بريد کوونکي اوترڅنگ يې شاوخوا ۴۰ نور وسلوال طالبان، چې پرامنيتي پوستويې جگړه پيل کړې وه وژل شوي او۷ پوليس ټپيان دي.
د نوموړي په خبره؛ جگړه اوس هم روانه ده اوسنگين ته مهمات اونورد اړتيا وړتوکي د هوا له لارې رسول شوي؛ خو وسلوال طالبان بيا په دې بريدونو کې دولتي لوري ته د درندې مرگ و ژوبلې د اړولوادعا کوي.
خبریال: نعمت الله زهير.