تازه خبرونه

په هلمند کې د ولايت په كچه سلگونه روغتيايي پوستې جوړې شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هلمند كې د رضاكارانو ورځ د يوې غونډې په ترڅ كې ونمانځل شوه.

په هلمند کې د افغانستان روزنيزاوپرمختيايي مرکزځايي مسوولمحمد نصيرصابروايي، چې زياتره روغتيآيي خدمتونه ددې ولايت په کچه د رضاکارانوپر مټ ليرې پرتوسيموته غزول شوي اوپه نږدې راتلونکي کي به د روغتيايي رضاکارانولړۍ نوره هم پراخه اوله سلډيرکسان را جلب شي.

ځينې رضاکاران وايي؛ سره له دې، چې کوم نغدي امتياز نه لرو، خو بيا هم خپلې دندې ته ژمن يو او له روغتيايي مسوولينو غواړو، چې په ساحوي روغتيايي مرکزونو کې ځينې شته ستونزې اوارې کړي.

د هلمند د عامې روغتيا ریيس داکترعنايت الله غفاري وايي، چې تراوسه پورې شاوخوا زر تنه رضاکاران په روغتيايي پوستو کې کار کوي، چې پرمټ يې روغتيايي خدمتونه ليرې پرتو سيمو ته رسیږي او په ځينو روغتيايي مرکزونو کې پرې شته ستونزې اواریږي.

پر روغتيايي پوستو سربېره په دې ولايت كې له ۸۵ ډېر روغتيايي کلنيکونه خلکو ته بېلابېل روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

خبریال: نعمت الله زهیر.

 

Trending

Exit mobile version