تازه خبرونه

په هلمند کې د کوکنارو دوه یم او درېيم فصل هم دود شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

هلمند د هېواد په کچه د نشه يي توکو په توليد او قاچاق کې لومړی نوم لري، چې اوس د دې ولايت په شمالي سيمو کې، چې ډېر واک يې د دولت د وسلوالو مخالفينو سره دی؛ دوه یم اودرېيم فصل هم کرل کيږي.

د ولايتي شورا غړي بريالی نظري وايي، چې وسلوال طالبان له همدې نشه يي توکوڅخه تمويليږي او که دا کښتونه په همدې ډول دوام وکړي؛ ښايي په راتلونکي کې ستونزې دوه برابره ډېرې کړي.

له نشه يي توکوسره د مبارزې ریيس سيد احمد ورور هم د کوکنارو دوه یم اودرېيم فصل دودیدل مني او وايي؛ د تېرو دوه کلونو راپه دیخوا د هلمند په شمالي سيمو کې کرل شوي دي.

د دوی په خبره؛ په دې برخه کې بايد جدي ګامونه پورته شي او په دې ولايت کې په بشپړه توګه د کوکنارو د کر مخه ونيول شي.

د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال آقانور کینتوز په دې برخه کې بيا د خلکو په همکارۍ ډېرټينګارکوي او وايي؛ په هغو سيمو کې، چې تر دولتي واک لاندې دي باید په بشپړه توګه يې مخه ونيول شي.

په دې ولايت کې ځينې سرچينې، چې نه غواړي نوم يې خپورشي وايي، تېرکال هم په دې ولايت کې پر شاوخوا ۸۰ زره هکتار ځمکه کوکنار کرل شوي وه، چې بېله کومې مبارزې او مخنيوي يې حاصلات راټول، د دوه یم او درېيم فصل د مخنيوي له پاره يې هم کوم ګام نه دی پورته شوی.

خبریال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version