تازه خبرونه

په هلمند کې د ګارنیزیون په رامنځته کیدو د ناامنیو کچه راټيټه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د امنيتي ځواکونولخوا د نوي جوړشوي ګارنيزيون په رامنځته کيدو د پېښو کچه راټيټه شوې ده.

په لښکرګاه ښار کې دغه ګارنيزيون دوه مياشتې وړاندې وروسته له هغه جوړشو، چې په هلمند کې امنيتي حالت ترينګلی او د لښکرګاه د سقوط وېره رامنځته شوې وه.

 د لښکرګاه ګارنيزيون مسوول او د ۲۱۵ ميوند قول اردو د درېيمې لوا ارکان ریيس اصحاب الدین روښان وايي؛ د دې ګارنيزيون په جوړيدو نه يوازې په لښکرګاه ښار کې د جنايي جرمونو کچه راټيټه شوې، بلکې وسلوال مخالفين هم اوس زړه نه ښه کوي، چې په ښار کې د يو وران کاره عمل د ترسره کولو هڅه وکړي.

روښان زیاتوي؛ په دې ګارنيزيون کې ملي اردو، ملي او د عامه نظم پوليس او د ملي امنيت منسوبين برخه لري، چې د ننه په ښاراو د ښار په څنډو کې هره ورځ  ګزمې کوي.

په ورته وخت کې د لښکرګاه اوسيدونکي او ځينې سرتېري وايي، د دغه ګارنيزيون په رامنځته کيدو په لښکرګاه ښار کې د جنايي جرمونو کچه بيا په ځانګړي توګه د سړي تښتونو پېښې لږ شوي او خلکو ته یې بېرته پر امنيتي ځواکونو باور ډېرکړی دی.

که څه هم د هلمند عمومي حالت ته په کتو لښکرګاه ښار د امنيت له پلوه ډاډمن دی؛ خو لښکرګاه ښار ته څيرمه ځينې سيمې اوس هم د جګړې لومړۍ کرښې دي، چې خلک يې يا کډوال او يا هم په همدې سيمو کې د مرګ و ژوبلې په تمه شپې ورځې تېروي.

خبریال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version