تازه خبرونه

په هلمند کې د ۶۲ ملکي وګړيو مرګ و ژوبله د افغان ځواکونو د غبرګون پایله ده

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۰, ۱۳۹۹)

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د هلمند د سنګین ولسوالۍ د څارویو په بازار کې د لسګونه ملکي وګړیو او څارویو وژل کیدل د طالبانو خلاف د افغان ځواکونو د پوځي ګام پایله بولي.

 د هلمند د سنګین ولسوالۍ د څارویو په بازار کې د تېرې ورځې چاودنو او بریدونو لسګونه ملکیان وژلي او ټپیان کړي؛ په لښکرګاه کې اعتراض کونکي واټونو ته راووتل او قربانیانو ته یې د عدالت غوښتنه راپورته کړه.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري څرګنده کړې؛ د پوځ د غبرګون په پایله کې، چې د طالبانو برید ته یې وښود، اووه ویشت ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

د میوند قول اردو قومندان وایي، ملکیان د ملي اردو لخوا قرباني شوي او په سنګین کې تلفات د طالبانو د بریدونو له کبله دي.

طالبانو ویلي، د پوځ د توغندیزو بریدونو له کبله دا تلفات اوښتي دي.

د هلمند اوسیدونکیو په یوه اعتراضي ناسته کې د دې پېښې عاملینو ته د سزا او پېښې د جدي څېړنې غوښتنه وکړه.

دولت طالبان او طالبان بیا دولت په دې قضیه کې ملامتوي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري ویلي، لومړی طالبانو د پېښې ځای ته له نږدې سیمې پر پوځ برید کړی او د پوځ په غبرګون کې ملکیان قرباني شول. اووه ویشت ملکیان وژل شوي او ۳۵ نورټپیان دي. حکومت باید په دې اړه چټکې څېړنې پیل کړي.

پوځ ویلي، په سنګین کې موټر بم چاودنې او د طالبانو توغندیزو بریدونو ملکیان قرباني کړي دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ولي احمد احمدزي ویلي: مونږ هرراز او د هر بنسټ څېړنو ته چمتووالی لرو، چې هر څه ښکاره او په ډاګه شي؛ ځکه دا کار حکومتي ځواکونو ندی کړی، بلکې دا د هغو چاودیدونکیو توکو چاودنه ده، چې هغو(طالبانو) په بازار کې ځای پر ځای کړی وه.

طالبان وایي، د میوند قول اردو دوه یمې لوا د ګنج پر سیمې بریدونه کړي دي.

د هلمند پېښه تر دې دمه واضح شوې نده؛ خو څه، چې ښکاره دي، هغه د بېشمېره ملکي وګړیو مرګ و ژوبله ده، چې د غم ټغر یې په ډېرو کورنیو کې غوړولی دی.

Trending

Exit mobile version