تازه خبرونه

په هلمند کې لاهم ۴۳ سلنه ښوونځي د زده کوونکوپرمخ تړلي پاتې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند ولايتي چارواکي وايي چې په يو شمېر سيمو كې د امنيت نشتوالی د پوهنې په وړاندې ستونزې رامنځ ته کړې.
په همدې حال کې د دې ولايت د پوهنې مسؤلين وايي چې دا ستونزه د هلمند په شمالي سيمو کې ډيره شوې؛ خوهڅه کوي چې د حل لارې چارې ورته ولټوي.
د هلمند د سرپرست والي مرستيال احمد مسعود بختور د لاسونو د مینځلود نړيوالې ورځې د لمانځنې په غونډه کې وويل چې لاهم په دې ولايت کې ۴۳ سلنه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي پاتې دي چې له امله يې دا مهال شاوخوا سل زره ماشومان اوزده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.
هغه وايي که څه هم د تېرو کلونو په پرتله په دې برخه کې پرمختګونه شوي؛ خو لا هم كافي نه دي او بايد په دې برخه كې نور كار وشي.
ښاغلي بختور له قومي مخورواو د سیمې له اوسيدونکو وغوښتل چې په دې برخه کې پوره همکاري وکړي او په خپلو سيمو کې تړل شوي ښوونځي پرانيزي.
په همدې مهال د هلمند د پوهنې رئيس عبدالمتين جعفر وايي چې د هلمند په شمالي سيموکې د امنيت له پلوه دوی له ستونزوسره مخ دي؛ خوله دې سره سره يې ځينې ښوونځي پرانيستي دي، خوفعاليتونه يې دوی ته د قناعت وړنه دي.
هغه وايي چې په دې ولایت کې ټول ۱۸۳ زره نارينه او ښځينه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې څخه يې شل زره سږ کال ښوونځيو ته جلب کړي دي. د نوموړي په خبره که په امنيتي برخه کې يې ستونزې هوارې شي، دوی چمتو دي چې ګڼ شمېر نور تړل شوي ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.
دا په داسې حال کې ده چې د تشکیل له مخې دې ولایت ته ټول ۳۸۶ ښوونځي ورکړل شوي چې له دې جملې څخه ۱۲۳ يې د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.

Trending

Exit mobile version